ایران د غږ نه ۸ برابره ګړندي "هایپرسونیک بالستیک توغندي" د جوړولو نه خبر ورکړی دی.
ایران هایپرسونیک بالستیک توغندی جوړ کړ

ایران د غږ نه ۸ برابره ګړندي "هایپرسونیک بالستیک توغندی" د جوړولو نه خبر ورکړی دی.
د ایران د نیمه رسمي فارس خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري په پلازمینه تهران کې یوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل ، هیواد یې داسې هایپرسونیک بالیسټیک توغندي تولید کړی چې د حرکت په حال کې د کښتیو د سمندري واسطو د لمنځه وړو توان لري.
باقري زیاته کړه چې د نوموړي توغندي ازموينې په برياليتوب سره بشپړې شوې او په پراخه پيمانه په تولید يي پيل شوی دی. ايران يو له هغو دريو هېوادونو څخه شو چې د دغه ډول توغنديو لري او تولیدوي .
باقري وویل چې د نوموړي هایپرسونیک بالستیک توغندي سرعت ۸ ماچ (د غږ د سرعت ۸ چنده) او واټن یې ۱۵۰۰ کیلومتره دی. هغه زیاته کړه چې د دغه ډول توغندي په درلودلو سره به د هیواد په شاوخوا بحرونو کې د ۱۰۰۰ کیلومترو په واټن کې یوه امنیتي ساحه رامنځته شي.
باقري پدې اړه چې توغندی څه وخت او چیرته ازمايلی دی معلومات ورنکړل.
د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان برید جنرال امیر علي حاجي زاده هم د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۱۰مه په یوه بیان کې ویلي وو چې هېواد یې نوی بالستیک توغندی جوړ کړی دی.
هغه ویلي وو چې هایپرسونیک توغندي چې د غږ له سرعت څخه پنځه چنده ګړندي حرکت کوي، او هوايي دفاعي سیستم يي مخه نشي نیولی..