په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځه په نښته کې دواړو خواوو ته ځاني تلفات اوښتي
د پاکستان د شمالي وزیرستان د سپین وام په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځه په نښته کې دواړو خواوو ته ځاني تلفات اوښتي دي.
1952173
د پاکستان د شمالي وزیرستان د سپین وام په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځه په نښته کې دواړو خواوو ته ځاني تلفات اوښتي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د شمالي وزیرستان د سپین وام په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځه نښته شوې ده چې په نتیجه کې دوه تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
همداشان پدې نښته کې د پوځ دوه تنه اتل سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان پدې عملیاتو کې د ترهګرو اړوند ګنشمیر وسله او مهمات هم نیول شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې په سیمه کې د ټولو ترهګرو د لمنځه وړو پورې په چاڼیز عملیات دوام وکړي.