په پیښور کې په جومات کې د ځانمرګي برید له امله د مړو شمیره ۹۵ تنو ته لوړه شوه
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز د پیښور ښار کې د پولیس لاین په سیمه کې په جومات کې د پروني ځانمرګي برید له امله د مړو شمیره ۹۵ تنو ته لوړه شوه.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز د پیښور ښار کې د پولیس لاین په سیمه کې په جومات کې د پروني ځانمرګي برید له امله د مړو شمیره ۹۵ تنو ته لوړه شوه.
د پیښور نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې د جومات یوه برخه نړېدلې وه چې ځیني خلک د نړېدلې دې برخې لاندې شوي وو. په سیمه کې د ژغورنې او پلټنې عملیات ۲۴ ساعته وروسته پایته ورسیده.
د پیښور ښار روغتیايی مسئولینو ویلي دي چې د مړو شمیره ۹۵ تنو ته رسیدلې او کیدای شي چې نور هم لوړه شي. پدې پیښه کې ۲۲۱ تنه ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه هم د ځینو روغتیايي حالت باریکه دی.
د ویلو ده چې پرون د ماسپخین د لمانځه پر مهال د پیښور د پولیس لاین په سیمه کې په یو جومات ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۹۵ تنه مړه او ۲۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دې برید مسئولیت پاکستاني طالبانو ( تحریک طالبان پاکستان ) په غاړه اخیستی دی.