په ایران کې د دفاع وزارت اړوند د مهماتو د تولید په یو مرکز د بې پیلوته الوتکې سره برید شوی دی.
د ایران دولتي ټلویزیون خبر ورکړی، چې په اصفهان کې په یوه پوځي مرکز کې ستره چاودنه رامنځته شوې ده.
په ایران کې د دفاع وزارت اړوند د مهماتو د تولید په یو مرکز د بې پیلوته الوتکې سره برید شوی دی.
د ایران دولتي ټلویزیون خبر ورکړی، چې په اصفهان کې په یوه پوځي مرکز کې ستره چاودنه رامنځته شوې ده.
په خبرکې ویل شوي، چې چاودنه د ملي دفاع وزارت اړوند د مهماتو د تولید په یوه مرکز کې رامنځته شوې ده.
د اصفهان والي چاودنه تایید کړې، خو ویلي یې دي چې مرګ ژوبله نه لري.
د ایران د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر پوځي مرکز د مایکرو بې پیلوټه الوتکو برید شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د مایکرو بې پیلوټه الوتکو په وسیله د ملي دفاع وزارت اړوند د تولیدي تاسیساتو په یوه برخه ناکام برید ترسره شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دفاعي تدابیرو په ترڅ کې یوه الوتکه د تاسیساتو د هوايي دفاعي سیستم لخوا او بله د دفاع وزارت له خوا وویشتل شوې ده. دوه نورې الوتکې چې په دفاعي جالونو کې نښتې وې وچاودیدې."
د معلوماتو له مخې په دغه برید کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د ودانۍ چت ته لږ زیان اوښتی دی.
په خبرپاڼه کې دا ندي ویل شوي چې برید د چا لخوا شوی دی. د برید مسئولیت هم تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.