د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد ، کراچۍ ، لاهور او پیښور په ګډون په ډیری ښارونو کې برښنا پرې شوې ده

په پاکستان کې د بریښنا د ملي شبکې  د خرابیدو له امله په ټول هیواد کې د بریښنا پرچاوي پیل شوې ده.

1936494
د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد ، کراچۍ ، لاهور او پیښور په ګډون په ډیری ښارونو کې برښنا پرې شوې ده

په پاکستان کې د بریښنا د ملي شبکې  د خرابیدو له امله په ټول هیواد کې د بریښنا پرچاوي پیل شوې ده.

د پاکستان د انرژۍ وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د برېښنا د په ملي شبکه کې د تخنیکي ستونزو د رامنځته کیدو له امله په ټول هیواد کې د بریښنا د پرچاوۍ لامل  شوی دی.

دغه وزارت وايي چې د دغې ستونزې د خل لپاره هڅې روانې دي.

د پلازمېنې اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او پېښور په ګډون ډېر ښارونه له برېښنا بې برخې دي.

د انرژی وزیر خرم دستګیر یادونه وکړه چې موجوده ستونزه به د ۱۲ ساعتونو په دننه کې  حل شي.

په پاکستان کې د بریښنا د  زیربناوو د کمزورتیا  او معیاري حفظ المراقبت د نه ترسره کیدو له امله ډیری وخت د بریښنا پرچاوي رامنځته کیږي.

د ویلو ده چې د تیر کال د اکټوبر په ۱۳ مه د بریښنا د لیږد سیسټم کې د رامنځته شوې تخنیکی ستونزې له امله د هیواد ډیری ښارونو د بریښنا له نعمت څخه محروم شوي وو.

 


پيوندونه: #بریښنا , #پاکستان

اړوند خبرونه