ایران په هیواد کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې د نیولو بهرنیو اتباعو شمیره اعلان کړه

په ایران کې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته د روانو  مظاهرو په تړاو تر اوسه ۴۰ بهرني اتباع نیول شوي دي.

1909459
ایران په هیواد کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې د نیولو بهرنیو اتباعو شمیره اعلان کړه

په ایران کې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته د روانو  مظاهرو په تړاو تر اوسه ۴۰ بهرني اتباع نیول شوي دي.

دا خبره د ایران  د قضایه قوې ویاند مسعود ستایشي  په پلازمینه تهران کې یوې خبري غونډې  ته وکړې.

ایراني ویاند د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته د لاریونونو په ترڅ کې د  نیول شوو بهرنيو  اتباعو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ،

۴۰ تنه  بهرنیان چې په وروستیو پیښو کې یې رول درلود نیول شوي دي. تحقیقات محرم دي او زمونږ د هیواد د جزایي قانون له احکامو سره سم به محاکمه شي.

ستایشي د نیول شویو بهرنیانو د هویت په اړه څه ونه ویل.

د روان کال د  سپټمبر په ۱۳ مه نیټه په تهران کې د "اخلاقي پولیسو"  ۲۲ کلنه مهسا امیني د حجاب د اصولو د نه مراعات کولو په پلمه ونیوله او توقیف يي کړه. امنیي د کوما په حالت کې د توقیف خانې نه روغتون ته انتقال کړه چې د سپټمبر په ۱۶ مه نيټه ژوند د لاسه ورکړ.  د مهسا امیني مړینې په هیواد کې ډیر پراخه غبرګونونه او قهر وپارو. په ټول هیواد کې د حکومت پر خلاف مظاهرې پیل شوې.

په ناروې کې میشت د ایران د بشري حقونو سازمان د اونۍ په پای کې اعلان وکړ چې په مظاهرو کې ۳۷۸ کسان وژل شوي دي. د ایراني رسنیو د انعکاس د خبر له مخې، د مظاهرو په ترڅ کې تر ۵۰ زیاتو امنیتي ساتونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په داسې حال کې چې په زرګونو کسان د مظاهرو په ترڅ کې توقیف شوي دي، د انقلابي محکمې لخوا ۶ کسانو ته د اعدام سزا واورول شوه. په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د يادو پرېکړو پر وړاندې د استيناف لاره خلاصه ده او د استيناف غوښتنه کولى شي.

ایراني رسنیو اعلان کړی، چې د اکتوبر په ۲۰ مه د مظاهرو په ترڅ کې د امریکايي، برتانوي، فرانسوي او افغان اتباعو په ګډون ۱۴ بهرني اتباع نیول شوي وو.

 

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا د نومبر په ۱۲مه په یوه بیان کې وویل چې ۷ فرانسوي اتباع په ایران کې نیول شوي دي.



اړوند خبرونه