ایران د انګلستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

ایران د انګلستان په پلازمینه لندن کې  ددې هیواد د سفارت پر ودانۍ تر برید وروسته اعلان وکړ چې په تهران کې د بریتانیا سفیر سایمن شیرکلف د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی دی.

1908625

د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تهران کې د بریتانیا سفیر شیرکلیف په لندن کې د ایران پر سفارت تر برید وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی.

په اعلاميه کې ويل شوي چې سفير ته "د قونسلي اړيکو په اړه د ويانا کنوانسیون په چوکاټ کې د انګلستان  د حکومت د ژمنو" يادونه وشوه او يو احتجاجي ياداشت هم ورکړل شو.

بل خوا سفير شېرکليف پر دغه بريد خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د لندن له حالاتو يې خبر کړي او هيله يې څرګنده کړې، چې په راتلونکي کې له دغه ډول ستونزو سره مخ نه شي.

پيوندونه: #انګلستان , #ایران

اړوند خبرونه