د پاکستان او افغانستان ترمنځه د چمن سرحدي دروازه د ۸ ورځو ځنډ نه وروسته بیرته پرانیستل شوه.
د پاکستان او افغانستان ترمنځه د چمن پوله چې د نوامبر د ۱۳ مې نیټې راهیسې تړلې وه پرانیستل شوه
د پاکستان او افغانستان ترمنځه د چمن سرحدي دروازه د ۸ ورځو ځنډ نه وروسته بیرته پرانیستل شوه.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن پر پوله په شخړه کې د یو پاکستاني سرتیري د وژل کیدو له امله د نومبر په ۱۳ مه تړل شوې سرحدي دروازه بیرته پرانیستل شوه.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، له برید وروسته د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ په پيل شوو خبرو کې پرمختګ شوی دی.
پاکستاني چارواکو ویلي چې افغانستان ډاډ ورکړی چې دا بریدګر به پاکستان ته وسپاري.
د پاکستان او افغانستان امنیتي ځواکونو ترمنځه په پوله کې د شخړې او وسله والې نښتې چې په نتیجه کې یو تن پاکستاني پوځي ژوند د لاسه ورکړی وو د افغانستان پر مخ د چمن دروازه تړلې وه.
پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې د افغانستان سره د چمن پوله چې د نوامبر په ۱۳ مې نیټې راهیسې تړلې وه د افغانستان سره هوکړې ته د رسیدو نه وروسته د د چمن د سرحدي دروازې د بیرته پرانیستو پریکړه وشوه.
دا ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې په چمن کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځه نښتې کیږي، ددېنه وړاندې هم نښتې شوې وې.
په چمن کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ پرله پسې نښتې کېږي.
پاکستان او افغانستان پ ٢٦٧٠ کيلومتره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو تر منځ ١٨ پولې لري.
د چمن او تورخم پولې د تر ټولو بوختې لارې په توګه ولاړې دي.