ایران په شیراز کې پر زیارت د برید په تړاو يي ۲۶ تنه نیولي دي
ایران اعلان کړی چې د اکتوبر په ۲۶ په شیراز کې د هغه وسله وال برید په تړاو چې ۱۵ کسان په کې وژل شو وو ۲۶ کسان نیولي دي.
ایران اعلان کړی چې د اکتوبر په ۲۶ په شیراز کې د هغه وسله وال برید په تړاو چې ۱۵ کسان په کې وژل شو وو ۲۶ کسان نیولي دي.
د ایران د رسمي خبري اژانس د دغه هېواد د استخباراتو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې، په شیراز کې د شاه چراغ په زیارت د برید په اړه د تحقیقاتو په لړ کې تر اوسه ۲۶ تنه چې ټول یې بهرني اتباع دي، نیول شوي دي.
ویل شوي چې نیول شوي کسان "د تاجکستان، افغانستان او اذربایجان اتباع" دي.
په خبر کې ادعا شوې چې "یو اذربایجاني تبعه چې د اذربایجان له پلازمېنې باکو څخه د الوتکې په وسیله ایران ته له ننوتلو وروسته په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې له عناصرو سره په تماس کې وو د برید اصلي همغږي کوونکی و."
له بلې خوا ځینو سرچینو ادعا کړې چې د برید عامل د «سبحان کمروني» په نوم یو تاجکستانی تبعه و.
د ايران دولتي ټلويزيون د اکټوبر په ۲۶مه اعلان وکړ چې د فارس ولايت د اداري مرکز شيراز په ښار کې د شاه چراغ په زیارت د وسله والو په بريد کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
د داعش ترهګرې ډلې د برید پړه پر غاړه واخیسته.
ویل شوي چې بریدګر چې له پېښې سمدستي وروسته ټپي شوی و، په روغتون کې ساه ورکړه.
اړوند خبرونه
په پاکستان کې د شیعه او سوني ډلو ترمنځه په نښتو کې د مړو شمیره د ۱۳۰ تنو نه واوښته
پاکستان شمال لویدیځ کي د دوو اونیو راهیسي په روانو مذهبي جګړو کي د مړو شمیره ۱۳۰ تنو نه واوښته.