ایران پر انګلستان بندیزونه ولګول

ایران د انګلستان لخوا پدې  هیواد د لاریونونو له امله د لګولو بندیزونو په غبرګون کې په یو وزیر او ۹ تنو جګپوړو چارواکیو  او  یو شمېر بنسټونه لکه بي بي سي فارسي بندیزونه ولګول.

1895350
ایران  پر انګلستان بندیزونه ولګول

ایران د انګلستان لخوا پدې  هیواد د لاریونونو له امله د لګولو بندیزونو په غبرګون کې په یو وزیر او ۹ تنو جګپوړو چارواکیو  او  یو شمېر بنسټونه لکه بي بي سي فارسي بندیزونه ولګول.

ایران په هیواد کې د وروستیو مظاهرو او لاریونونو له امله د انګلستان لخوا پر تهران د لګولو بندیزونو په ځواب کې د انګلستان د یو تن وزیر او  ۹ تنو  لوړ پوړو چارواکو، دوه دولتي بنسټونو او دوه ټلویزیوني چینلونو چې په پارسي ژبه خپرونې کوي "تاوتریخوالي او ترهګریزو فعالیتونو"  ته د لمن وهلو  په تور بندیزونه ولګول.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د بندیزونو پریکړه د اړوندو چارواکو د تصویب سره سم د انګلستان د بندیزونو په وړاندې د احتیاطي ګام په توګه شوې ده.

ویل شوي چې  دا بندیزونه د انګلستان هغه اشخاص او بنسټونه تر پوښښ لاندې راولي چې  د ایران د خلکو په وړاندې د ناکرارۍ، تاوتریخوالی او ترهګریزو کړنو لامل ګرځيدلي دي. په دې برخه کې د انګلستان دولتي بنسټونه لکه د ملي سایبر امنیت مرکز او  د حکومت د مخابراتو مرکز او همدارنګه د والینټ میډیا، ګلوبل میډیا، DMA میډیا اعلان وکړ چې د بی بی سی فارسی او ایران انټرنیشنل په څیر د رسنیو سازمانونو شامل دي.

د يادونې وړ ده چې د بريتانيا د امنيت د وزير ټام ټګنډاټ، پخواني لوى درستيز مارک کارلټون سمېت او د شاهي سمندري ځواکونو قوماندان ډان مک کينن او همدارنګه د انګلیس سياستوالو سټيو مک کيبي، سټيفن کراب او سټوارټ پولک په ګډون ۹ چارواکي د بنديزونو په لېست کې شامل شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په دغو بنديزونو کې د ويزې بنديز، په ايران کې د جايدادونو او مالي شتمنيو ضبطول او د بانکي حسابونو کنګل کول شامل دي.

په بیان کې راغلي  «د دغو بندیزونو د لګولو پر مهال، ایران د برتانیا حکومت په دې هېواد کې د بلوا او تروریستي اعمالو د تنظیم او هڅولو او د بشري حقونو د سرغړونو د ملاتړ مسوول بولي.»

د ویلو ده چې انګلستان د اکټوبر په لسمه پر ځينو ايراني امنيتي چارواکو چې په توقيف کې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته يې په ټول هېواد کې د لاریون کوونکو او مظاهره کوونکو سره ډیر بد چلند  کړی وو بندیزونه ولګول.

د بندیزونو په لست کې د ایران د انقلابي ګارد قول اردو د بنسټیزو ځواکونو قومندان غلام رضا سلیماني، د پولیسو د خدماتو مشر حسین استري او د ایران د پولیسو د ځانګړو ځواکونو قومندان حسن کریمي نومونه شامل دي.


پيوندونه: #انګلستان , #ایران

اړوند خبرونه