ایران ویلي دي چې د اروپايي ټولنې بندیزونو ته به هر څه ژر سخت ځواب ووايي.
ایران اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړ
ایران ویلي دي چې د اروپايي ټولنې بندیزونو ته به هر څه ژر سخت ځواب ووايي.
ایران د اروپايي ټولنې لخوا پدې هیواد کې په نظارت کې د مهسا امیني د مړینې او وروستیو مظاهرو کې د مظاهره کوونکو سره د ناوړه چلند مسئولو چارواکیو او اداراتو باندې د بندیزونو لګولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او دا کار يي د ایران په کورنیو چارو کې مخامخ لاسوهنه وبلله او ګواښ وکړ چې په اروپايي چارواکیو او ادارو به ورته بندیزونه ولګوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یو خپور کړي بیان کې د اروپايي ټولنې د شورا پریکړه چې پر ځینو ایراني چارواکو یې بندیزونه لګولي وغندله، هغه یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.
په بیان کې، په ټینګار ویل شوي دي چې دا بندیزونه د بې بڼسټه او جعلي تورونو له امله پدې هیواد لګیدلي دي او دا پریکړه "د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي چې دا د ایران په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله ده.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د اروپايي ټولنې د بنديزونو د پرېکړې په غبرګون کې به ډېر ژر پر اروپايي اشخاصو او بنسټونو بنديزونه ولګول شي.
د اروپا شورا پرون اعلان وکړ چې د ایران په ځینو امنیتي چارواکو چې د مهسا امنیي د مړینې نه وروسته د پيل شوو مظاهرو په ترڅ کې د مظاهره کوونکو سره د بد چلند مسئول دي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر عیسی زرپور باندې ځیني بندیزونه او محدودیتونو د لګولو پریکړه وکړه.