په ایران کې په رامنځته شوې زلزله کې لږ تر لږه ۲۷۶ تنه ټپیان شوي دي.

په ایران کې زلزلې په سلګونو تنه ټپیان کړي دي

1888515
په ایران کې په رامنځته شوې زلزله کې لږ تر لږه ۲۷۶ تنه ټپیان شوي دي.

په ایران کې په رامنځته شوې زلزله کې لږ تر لږه ۲۷۶ تنه ټپیان شوي دي.

د ایران د دولتي تلویزیون د خبر له مخې زلزله د ایران په لویدیځ اذربایجان ولایت اړوند د خوی په ښار کې رامنځته شوې ده.

زلزله د ایران په ځايي وخت د سهار په ۳ بجو او ۵۱ دقیقو رامنځته شوې ده.

د ایران د زلزله پیژندنې ادارې د زلزلې شدت د ریشتر په کچه ۵ عشاریه ۴ ښودلې ده .

زلزله د مځکې لاندې په لس کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.

د ویلو ده چې زلزله په شاوخوا ښارونو کې هم احساس شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې زلزله کې لږ تر لږه ۲۷۶ تنه ټپیان شوي  دي. پدې زلزله کې شاوخوا ۲۰۰ زرو کورونو ته زیان اوښتی دی.

د بله پلوه د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ریاست ویلي دي چې زلزلې مرکز د تورکیې د وان ولایت د باش قلعه ولسوالۍ په ۶۲ کیلومترۍ کې سیمه ده. د زلزلې شدت د ریشتر په کچه ۵ عشاریه ۶ ښودل شوی دی.

د ویلو ده چې زلزلې ټکانونه د تورکیې  د وان او حقاري په ولایتونو کې هم احساس شوي دي.


پيوندونه: #زلزله , #ایران

اړوند خبرونه