د ایران او امریکا ترمنځه ډیره مهمه هوکړه وشوه

ایران او امریکا د ۴ بندیانو پر تبادله او د بندیزونو له امله د ایران د کنګل شوو  پیسو پر خوشې کولو هوکړه کړې ده.

1888234
د ایران او امریکا ترمنځه ډیره مهمه هوکړه وشوه

ایران او امریکا د ۴ بندیانو پر تبادله او د بندیزونو له امله د ایران د کنګل شوو  پیسو پر خوشې کولو هوکړه کړې ده.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس نور نیوز چې ددې هیواد د ملي امنیت شورا سره نږدېوالی لري  د ایران او امریکا ترمنځه د مجرمینو د تبادلې پر سر هوکړې ته د رسیدو نه خبر ورکړی دی.

په خبر کې راغلي دي چې  د امریکا او ایران  په متقابله توګه د ۴ تنو زندانیانو د تبادلې او د  پر ایران د لګول شوو تحریمونو له امله په نورو هیوادونو کې ددې هیواد د کنګل شوو پیسو د خوشې کولو په اړه سره په تفاهم رسیدلي دي.

د هوکړې له مخې پرېکړه وشوه چې د ایران هغه پیسې چې په جنوبي کوریا کې د بندیزونو له امله بندې شوې، د سیمې د یوه بل هېواد بانکي حساب ته انتقال شي.

په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې پیسې به د کوم هیواد په بانکي حساب کې زیرمه کیږي.

امریکا او ایران تر دې مخکې د بندیزونو له امله د بندو شویو پیسو د بیرته ورکولو په اړه خبرې کړې وې، خو دا پریکړه نه وه شوې چې دغه پیسې به د کوم هیواد په بانک کې زیرمه شي.

د ایران د مرکزي بانک مشر علي صالح عبادي پرون په خپله بیانیه کښې د ۷ میلیارډ ډالرو د بندیدو په هکله اعلان وکړ چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په نوښت او همغږي سره پرمختګ شوی او په دې برخه کې به ښه خبرونه ورکړل شي.



اړوند خبرونه