د ایران ولسمشر : د شانګهای د همکاریو په سازمان کې به د ایران غړیتوب نهايي کړو

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، چې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې به د خپل هېواد غړیتوب بهیر بشپړ کړي.

1879889
د ایران ولسمشر : د شانګهای د همکاریو په سازمان کې به د ایران غړیتوب نهايي کړو

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، چې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې به د خپل هېواد غړیتوب بهیر بشپړ کړي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس  د راپور له مخې، ابراهیم رئیسي د شانګهای سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته له سفر مخکې په مهراباد هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر رئیسي دلته وویل چې

"اوزبیکستان ته زمونږ د  سفر کې مهمه موضوع د هغو سندونو لاسلیکول دي چې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ایران غړیتوب نهايي کوي."

د يادونې ده، چې د دغه سازمان په تېره ناسته کې د دغه هېواد غړيتوب تاييد شوى و، رئیسي څرګنده کړه، چې لاسليک شوي سندونه به د بهرنيو چارو وزارت د مسوولينو له خوا وڅېړل شي او قانوني بهير به يې بشپړ شي.

رئیسي اوزبیکستان ته د خپل سفر د نورو موخو په اړه وویل:

"دا سفر د اوزبیکستان د ولسمشر په رسمي بلنه ترسره کیږي چې په دوه اړخیزه ناستو او د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې به  ګډون وکړو. دا سفر مختلف اهداف لري لکه د ګاونډیتوب، د اړیکو لا پياوړي کول  او همکارۍ زیاتول او د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ حجم دی.  نن زمونږ ترمنځه د سوداګرۍ حجم د ۵۰۰ میلیون ډالرو په کچه دی چې دا کافي نه دی، مونږ کولی شو  چې دا زیات کړو."

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف به د سپټمبر په ۱۵-۱۶ په سمرقند کې د غونډې کوربه وي او د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون به د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشران، څارونکي هیوادونو مشران پکې ګډون وکړي.



اړوند خبرونه