په پاکستان کې د بارانونو او سیلاونو ل امله د مړو د ۱۳۱۴ تنو ته لوړه شوه

په پاکستان کې د مون سون بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۱۴ ته لوړ شو.

1875744
په پاکستان کې د بارانونو او سیلاونو ل امله د مړو د ۱۳۱۴ تنو ته لوړه شوه

په پاکستان کې د مون سون بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې  د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۱۴ ته لوړ شو.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې  د معلوماتو له مخې، د زورورو بارانونو  په نتیجه کې د راوتلو سیلابونو له امله د تر اوسه پورې د  ۴۵۸ ماشومانو او ۲۶۲ ښځو په ګډون  ۱۳۱۴ کسانو ژوند د لاسه ورکړی  او  ۱۲۷۰۳  تنه نور ټپیان شوي دي.

د بارانونو او سیلابونو په نتیجه کې یو میلیون ۶۸۲ زره ۷۲۶ کورونه ویجاړ شوي، ۵۵۷ زره ۸۹۱ کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي، ۵ زره ۷۳۵ کیلومتره سړکونه، ۲۴۶ پلونه او ۱۷۳ کارځایونه ویجاړ شوي دي

. په داسې حال کې چې د بارانونو له امله ۳۳.۴ میلیونه خلک اغیزمن شوي، ۶۳۱ زره ۸۲۴ تنه  کسان په خیمو کې ژوند کوي. له بلې خوا روغتیايي چارواکو اعلان کړی، چې د سېلابونو له امله سلګونه زره کسان د څښاک د  پاکو اوبو به موندولو کې د ستونزو له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.  

د سند ایالت د روغتیا وزیرې ډاکټر عذرا پیچوهو ویلي دي چې "د سيلابونو له امله له ١٣٤ زرو څخه زيات د نس ناستي، ٤٤ زره ملاريا او له سلو زرو څخه زیات د پوستکي ناروغۍ راپور ورکړ شوی دی.



اړوند خبرونه