په پاکستان کې د سیلابونو له امله د مړو شمیره د ۱۰۶۰ تنو ته واوښته
په پاکستان کې د مون سون بارانونو په نتیجه کې د راوتو سیلابونو له امله د مړو شمېره ۱۰۶۱ ته لوړه شوه.
په پاکستان کې د مون سون بارانونو په نتیجه کې د راوتو سیلابونو له امله د مړو شمېره ۱۰۶۱ ته لوړه شوه.
په پاکستان کې د جون له ۱۴مې نیټې راهیسې د مونسون بارانونو له امله د مړو شمیره ۱۰۶۱ تنو ته لوړه شوې ده .
د پاکستان د ناورینونو د تنظیم ملي ادارې په وینا، په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د سیلابونو له امله ۲۸ تنه مړه او ۴۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ایالت د چارسدې ښار کې د راوتلو سیلابونو له امله لارې او کوڅې په اوبو کې ډوبې شوي دي.
د بله پلوه په سیمه کې په سیلاب ځپلو د بشري مرستو د ویش لړۍ دوام لري. یو زیات شمیر کسانو چې پدې سیلابونو کې کورونه ویجاړ شوي او بې سرپناه پاتې شوي دي خیمې او لومړني توکي ویشل شوي دي.
د بله پلوه تورکیې پاکستان سیلاب ځپلو ته د مرستې لاس اوږد کړ. د تورکیې په مرستو بار الوتکې پاکستان ته ورسیدې.