په شمالي وزیرستان کې د پوځیانو په کاروان ځانمرګی برید شوی
د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر کاروان د ځانمرګي برید په ترڅ کې څلور پوځیان وژل شوي دي.
1865414
د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر کاروان د ځانمرګي برید په ترڅ کې څلور پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا ځانمرګی برید د میرعلي په سیمه کې د پوځي کاروان د تېرېدو پر مهال شوی دی.
خبر وایي په دغه بریدکې ۴ تنو عسکرو ژوند له لاسه ورکړ.
د بله پلوه د پاکستان استخباراتو د دې پیښې په اړه پراخه څیړنې پيل کړي دي.
د پاکستان پوځ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې دوې په هیواد کې د ترهګرۍ او ترهګرو د ختمولو پوره هوډ او قوي عزم لري او دا قرباني به يي بې ځایه لاړې نشي.
د ویلو ده چې تیره میاشت هم په همدې سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید شوی وو چې له امله يي لس تنه سرتیري ټپیان شوي وو.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ټویټر کې دا برید غندلی او ټینګار یې کړی چې هېواد یې د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو هوډ لري.