په ایران کې د سیلابونو له امله د مړو شمیره ۹۰ تنو ته لوړه شوه
په ایران کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰ تنو ته ورسېد.
1863036

په ایران کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰ تنو ته ورسېد.
د ویلو ده چې سیلابونو د هېواد ډېری برخې په ځانګړې توګه پلازمېنه تهران اغېزمنې کړي دي.
د ایران د سرې میاشتې رئیس پیر حسین کلیوند د ایران رسمي اژانس ایرنا ته ویلي چې په سېلاب کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰ تنو ته رسېدلی او ۸ تنه لا هم ورک دي.
د ایران د رسمي سرچینو په وینا، د سیلاب ځپلو په ۲۴ ولایتونو کې د لټون او ژغورنې د فعالیتونو سربیره، د سیلاب ځپلو سره د مرستې هڅې دوام لري.
اړوند خبرونه

په شمالي وزیرستان کې د پوځیانو په کاروان ځانمرګی برید شوی
د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر کاروان د ځانمرګي برید په ترڅ کې څلور پوځیان وژل شوي دي.