پاکستان د کشمیر په اړه د هند د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

پاکستان د هند د دفاع وزیر راج نات سینګ هغه څرګندونو په اړه  چې ویلي یې دي کشمیر د هند ملکیت دی  ډیر سخت غبرګون ښودلی او د  اشغالونکی او د منلو وړ په توګه ترینه یادونه کړې ده.

1859198
پاکستان د کشمیر په اړه د هند د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

پاکستان د هند د دفاع وزیر راج نات سینګ هغه څرګندونو په اړه  چې ویلي یې دي کشمیر د هند ملکیت دی  ډیر سخت غبرګون ښودلی او د  اشغالونکی او د منلو وړ په توګه ترینه یادونه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هند د دفاع وزیر سینګ د جمو کشمیر د شخړې په اړه تاریخي حقایق تحریف کړي، بې اساسه تورونه یې لګولي او پاکستان ته یې ګواښونه کړي دي.

په بیان کې راغلي چې د سینګ هغه څرګندونې چې "د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر د هند پورې اړه لري" پاروونکې او په بشپړ ډول د منلو وړ نه دي.

په بیان کې دې ته په اشارې سره چې اسلام آباد د سیمې د سولې او ثبات ملاتړ کوي، خبرداری هم ورکړی چې پاکستان د هر ډول جارحانه پلانونو د شنډولو وړتیا لري.

د هند دفاع وزیر پرون جمو او کشمیر ته د خپل سفر په ترڅ کې ادعا وکړه چې کشمیر چې د پاکستان تر کنټرول لاندې دی، د هند د ځمکنۍ بشپړتیا یوه برخه ده او پاتې به شی.

لکه څنګه چې انګلستان په ۱۹۴۷ کې د هند څخه ووتل، چې دا د استعمار په توګه  پکې واکمن و، کشمیر، چې په هغه وخت کې یو سلطنت و، د نوي خپلواک هند یا پاکستان سره د یو ځای کیدو انتخاب سره مخ شو.

که څه هم د کشمیر خلکو، چې ۹۰ سلنه نفوس یې مسلمانان دي، په ۱۹۴۷ کال کې له پاکستان سره د یوځای کېدو په حق کې دریځ خپل کړ، خو د وخت شهزاده له هند سره د یو ځای کېدو پرېکړه وکړه.

د کشمیر مسلمانانو له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ. دواړو خواوو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۷ کال کې هغه مهال جګړه وکړه، چې پاکستان او هند سیمې ته ځواکونه واستول. په همدې دلیل د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۱۹۶۵ او ۱۹۹۹ کلونو کې جګړې وشوې.

له جګړو وروسته د موقتي اوربند په پایله کې د جمو او کشمیر ۴۵ سلنه خاوره د هند او ۳۵ سلنه د پاکستان تر ولکې لاندې پاتې شوه. د ختیځې سیمې ۲۰ سلنه برخه ګاونډي چین ته ورکړل شوه.

 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا  د ۱۹۴۸ راهیسې د خپلو پریکړه لیکونو سره د کشمیر د بې وسلې کولو غوښتنه  کوي  ترڅو چې د هغې راتلونکی د خلکو رایې لخوا وټاکل شي.

پداسې حال کې چې د هند اداره د ټولپوښتنې په خلاف دریځ غوره کوي، پاکستان  بیا غواړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونه پلي شي.


پيوندونه: #کشمیر , #هند , #پاکستان

اړوند خبرونه