د ایران د بهرنیو چارو وزیر : امریکا خپل پخوانی دریځ تکراروي او نوې تګلاره نه اخلي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پر امریکا تور ولګاوه چې په قطر کې د اټمي موافقې د عملي کولو په اړه په مذاکراتو کې «خپل پخوانی دریځ تکراروي او نوې تګلاره نه اخلي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پر امریکا تور ولګاوه چې په قطر کې د اټمي موافقې د عملي کولو په اړه په مذاکراتو کې «خپل پخوانی دریځ تکراروي او نوې تګلاره نه اخلي».
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپلې فرانسوي سیالې کاترین کولونا سره په ټیلیفون خبرې وکړې.
عبداللهیان له امریکا سره د مذاکراتو په اړه ویلي دي چې ،
"امریکايي لوري د دوحې په مذاکراتو کې پرمختګ لپاره له یوې نوې تګلارې پرته له ګډون وکړ. د امریکا له لورې د پخواني دریځ تکرارول سم نه بولو، موږ پدې باور یو چې نوې تګلارې باید جوړه او وړاندې شي."
عبداللهیان د دې خبرې په ټینګار وویل چې تهران په عمومي توګه دوحه کې خبرې اترې مثبتې ارزوي.
"موږ باید وګورو چې امریکايي لوري به له دیپلوماتیکو فرصتونو څنګه ګټه پورته کړي. د ډیپلوماسۍ لاره لا هم خلاصه ده. موږ یوې ښې او تلپاتې هوکړې ته د رسېدو لپاره جدي یو. موږ تل په خبرو اترو کې خپل مثبت وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړي دي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې هیواد یې خپلې ژمنې پوره کړې او تمه لري چې مقابل لوری هم خپلې ژمنې پوره کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کولونا هم ټینګار وکړ چې خبرې اترې باید دوام ومومي او د ایران پرضد بندیزونه لیرې شي.
کولونا وویل "موږ باید د مذاکراتو او خبرو اترو لپاره له فرصت څخه کار واخلو او داسې یوې موافقې ته د رسیدو هڅه وکړو چې ټول اړخونه راضي کړي."
د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه د عمل د ګډ هراړخیز پلان د پلي کولو لپاره د اتریش په پلازمینه ویانا کې خبرې اترې د مارچ په ۱۱ نیټه د "بهرنیو عواملو" له امله وځنډول شوې.
تهران ته د اروپایی اتحادیې د بهرنیو اړیکو او امنیتی پالیسو د عالي استازي جوزپ بوریل د سفر په ترڅ کښې د جون په ۲۵ نیټه پریکړه وشوه چې دغه خبرې اترې به د موافقې په چوکاټ کښې د قطر په پلازمینه دوحه کښې دوام وکړی.
د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې د جون په ۲۸ او ۲۹ نیټه شوې وې.