ایران ولسمشر : په اټمي مذاکراتو کې نتیجې ته د رسیدو په خاطر پر ایران لګول شوي بندیزونه باید لرې شي
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، په اټمي خبرو کې د یوې دوامدارې هوکړې ته د رسیدو په خاطر باید پر هېواد یې لګول شوي بې اساسه تورونه او بندیزونه لرې کړی شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، په اټمي خبرو کې د یوې دوامدارې هوکړې ته د رسیدو په خاطر باید پر هېواد یې لګول شوي بې اساسه تورونه او بندیزونه لرې کړی شي.
د ایران له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې رئیسي د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
دواړو مشرانو پدې ټيلیفوني خبرو کې د ایران د اټمي مذاکراتو په اړه چې وروستی پړاو یې په دوحه کښې ترسره شو، خبرې وکړې.
د ایران ولسمشر د ایران د اټمي پروګرام په اړه د لویدیځو هیوادونو لخوا پر ایران پورې شوي تورونه او ادعاوې بې اساسه وبللې.
" د مذاکراتو سره په هممهاله توګه پر ایران باندې پرله پسې تورونه او بې اساسه ادعاوې د دې ښکارندويي کوي چې مقابل لوري په سیاسي توګه د خبرو اترو بهیر په نښه کوي او د مذاکراتو د مقراراتو نه سرغړونه کوي.
رئیسي وویل چې د ایران په وړاندې لګول شوي بندیزونه غیرقانوني او یو اړخیز دي.
هغه زیاته کړه چې "یو دوامدار تړون د بندیزونو لرې کولو او د بې اساسه تورونو غیر مشروط پریښودو ته اړتیا لري."
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم د ایران له ولسمشر څخه د خپل هیواد د ملاتړ له امله مننه وکړه.
دوحه د خبرو اترو د لارو چارو د پرمختګ په اړه د تهران د دریځ او په ځانګړې توګه د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د دې ارادې ملاتړ کوي.