د ایران د سپاه پاسداران د هوايي  فضايي ځواکونو اړوند دوه تنه منسوبین وژل شوي دي.

د ایران د پوځ دوه تنه پرسونل ووژل شول

1841975
د ایران د سپاه پاسداران د هوايي  فضايي ځواکونو اړوند دوه تنه منسوبین وژل شوي دي.

د ایران د سپاه پاسداران د هوايي  فضايي ځواکونو اړوند دوه تنه منسوبین وژل شوي دي.

د سپاه پاسداران د مرکزي ایالت د عامه اړیکو څانګې  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پوځي پرسونل علي کماني او ملکي پرسونل محمد عبدوس، چې په هوايي ځواک کې یې کار کاوه، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د وژل شوي  نظامي پرسونل چې رتبه یې مشخصه شوې نه ده د مرکزي ولایت په همین ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې په پایله کې ژوند د لاسه ورکړی او  د ملکي پرسونل چې  د سیمنان په ولایت کې ژوند د لاسه وکړی د مرګ لامل يي معلوم ندی.

په دې وروستیو کې په ایران کې د سپاه پاسداران د قوماندانانو د وژنې پېښې زیاتې شوي دي. د تهران اداره د دغو وژنو پړه پر اسرائیل اچوي.



اړوند خبرونه