په ایران کې یو ریل ګاډی د ټکر او پټلۍ نه د وتو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ایران کې د ریل ګاډي د جنګیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

1839374
په ایران کې یو ریل ګاډی د ټکر او پټلۍ نه د وتو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ایران کې د ریل ګاډي د ټکر او پټلۍ  د وتو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د  ایران د طبس- یزد مسافر وړونکی ریل ګاډی نن چهارشنبه د جون په ۹ مه د سهار په ۵:۳۰ دقیقو د طبس - یزد محور (مزینو سټیشن) په ۵۰ کیلومترۍ کې له پټلۍ څخه بهر شو. د طبس د والي په وينا، په دې پېښه کې تر اوسه ١٧ کسان وژل شوي او سرې مياشتې د ټپيانو شمېر ٥٠ اعلان کړى دى.

د ایران د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د اورګاډی پټلۍ نن سهار خبر ورکړ چې د طبس – یزد مسافر وړونکی اورګاډی له یوه اکوواټر سره ټکر وکړ چې له امله یې اورګاډی له پټلۍ وتلی دی. د پیښې له خبریدو سمدستي وروسته د جنوبي خراسان، خراسان رضوي او یزد ولایتونو څخه مرستندویه ځواکونه د ټپیانو د مرستې لپاره طبس ښار ته واستول شول.

د ویلو ده چې پدې ریل ګاډي کې ۳۴۸ تنو مساپرو شتون درلود.

د ویلو ده چې د پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د نږدې سیمو مقامات هم د پيښې ځای ته رسیدلي دي.

د ویلو ده چې پدې پیښه کې د مړو د شمیرې د ډیریدو په اړه اندیښنه ښودل شوې ده.



اړوند خبرونه