په ایران کې د چپه شوې لس پوړیزې ودانۍ د مړو شمیره ۳۷ تنو ته لوړه شوه

د ایران په سویل لویدیځ کې خوزستان ولایت د ابدان په ښار کې د یوې لس پوړیزې ودانۍ د نړیدو له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۳۷ تنو ته لوړه شوه.

1836235

د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د ابدان والي احسان عباسپور ویلي، چې د  پلټنې چارې په دوامداره توګه دوام لري.

د ابدان د صحي علومو له پوهنتون څخه په یوه لیکلي بیان کې ویل شوي، چې ۳۸ تنه لا هم تر خاورو لاندې دي.

د ایران د ښوونې او روزنې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر خاورو لاندې شویو کسانو کې ۵ تنه زده کوونکي وو.

د خوزستان لوی څارنوال صادق کفري چیګیني اعلان وکړ چې د هغو کسانو ملکیتونه به ضبط شي چې په دې پیښه کې جرمونه او خطاګانې موندل شوي دي.

د خوزستان ولایت په ابدان ښار کې د ابادان میټروپول لس پوړیز سوداګریز مرکز چې د جوړیدو په حال کې دی، د می په ۲۳ مه غرمه مهال چپه شو.

د پیښې وروسته د پیل شویو تحقیقاتو په ترڅ کې  د ابدان ښاروال حسین حمید پور او پخوانیو دوو ښاروالانو په ګډون ۱۳ کسان نیول شوي دي.

پيوندونه: #خوزستان , #ایران

اړوند خبرونه