په سویلي وزیرستان کې پر پوځیانو برید شوی
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په سویلي وزیرستان کې پر پوځیاڼو خونړی برید شوی دی.
1818713

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په سویلي وزیرستان کې پر پوځیاڼو خونړی برید شوی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د بیان په خپرولو ویلي دي چې د سویلي وزیرستان د سراروغه په سیمه کې ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته وشوه چې په نتیجه کې دوو تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
د بیان له مخې پر امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ترهګرو لخوا برید شوی دی.
د برید نه وروسته نښته پيل شوه چې په نتیجه کې دوو تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
په سیمه کې چاڼیز عملیات پيل شوي دي.
په سیمه کې د ټولو ترهګرو د لمنځه وړو پورې به چاڼیز عملیات دوام وکړي.
اړوند خبرونه

په ایران کې د مستضعفینو د بڼسټ یو تن کارکوونکي ۳ تنه مړه او ۵ تنه ټپیان کړل
په ایران کې د یرغمل نیونې په یوه پیښه کې ۴ تنه مړه او ۵ تنه ټپیان شول