په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو د ځانمرګي برید له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پر امنیتي ځواکونو د خونړي ځانمرګي برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پر امنیتي ځواکونو د خونړي ځانمرګي برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.
تیره ورځ د مارچ اتمه د پاکستان د بلوچستان ایالت د سبې په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو درنده چاودنه وشوه چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بلوچستان ایالت پولیسو ویلي دي چې دا چاودنه هله رامنځته شوه چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي ۱۵ دقیقې مخکې ددې سیمې نه تیر شوی وو.
د بلوچستان د پولیسو یو تن چارواکي رانا خورشید خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه په جیل روډ کې د سیمه ایز حکومت د استراحتګاه په مخکې په امنیتي ځواکونو شوې ده .
د هغه په وینا دا یو ځانمرګی برید دی. ځانمرګي برید کوونکي د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي چولي دي.
هغه ویلي دي چې د پيښې په ځای کې په پلټنو کې د برید کوونکي د وجود ټوټې هم موندل شوي دي.
هغه ویلي دي چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د سبي سیمې د دودیزې میلې په اختتامیه غونډې د ګډون او د میلې نه د راستنیدو نه ۱۵ دقیقې وروسته چاودنه وشوه.
د پيښې نه سمدلاسه وروسته امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړه او ټپیان يي روغتونونو ته انتقال کړل.
د بلوچستان د حکومت ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پيښه کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه نه وو چې په د لا ښه تداوۍ په موخه کوټې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د ویلو ده چې د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست. دا په پاکستان کې په تیرې یوه اونۍ کې دویم ځانمرګی برید دی چې رامنځته کیږي.
د تیرې جمعې په ورځ د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې د قیصه خوانۍ په سیمه کې د شیعه ګانو په یو جومات د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید شوی وو چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۵۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او نږدې ۲۰۰ تنه نور ټپیان شوي وو. د تیر برید مسئولیت هم داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.