ایران بهرنیو چارو وزیر : د عربستان سره ډیپلوماتیکو اړیکو جوړولو ته چمتو یو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل چې د سعودي عربستان سره مذاکرات په ډیره مثبته توګه پرمخ روان دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل چې د سعودي عربستان سره مذاکرات په ډیره مثبته توګه پرمخ روان دي.
هغه وویل چې د سعودي عربستان سره ډیپلوماتیکو اړیکو ته چمتو یو .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان د قطري رسنیو ته په مرکه کې د سعودي عربستان سره د اړیکو د نورمالولو په اړه د روانو مذاکراتو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې د ریاض سره زمونږ مذاکرات مثبت لوري ته روان دي. ایران د سعودي عربستان سره ډیپلوماتیکو اړیکو ته حاضر دی.
عبداللهیان زیاته کړه چې په لنډه موده کې به په اسلامي همکاریو تشکیلاتو کې د ایران استازي سعودي عربستان جدې ښار ته ستانه شي.
دا د دوه اړخیزو اړیکو له پلوه یو ډیر مهم او مثبت ګام دی. هغه وویل چې ایران د سعودي عربستان سره د سیمه ایزو مسئلو په اړه هم مذاکراتو ته چمتو دی. د ایران لپاره سیمه ایزې همکارۍ ځانګړی اهمیت لري.
هغه زیاته کړه چې د سیمې د روانو ستونزو د حل په برخه کې ایران د سعودي عربستان، ترکیې او مصر سره همکارۍ ته ډير زیات اهمیت ورکوي.همداشان هغه هیوادونو ته چې د اسرائیل سره يي د اړیکو د نورمالولو پریکړه کړې ده خبرداری ورکړ چې اسرائیل د سیمې لپاره تر ټولو ستر تهدید دی. پدې برخه کې باید د ډیر دقت نه کار واخیستل شي. هغه خبرداری ورکړ دا یو ستره ستراتیژیکه خطا ده او چې ددې اشتباه بدل به ډیر سخت وي او بدل به هم پر همدې پرې کوي.