په تیرو ۴ میاشتو کې لږ تر لږه ۸۰۰ زره تنه افغانان ایران ته داخل شوي دي

ایران د بهرنیو چارو وزیر: په تیرو ۴ میاشتو کې څه باندې ۸۰۰ زره تنه افغانان ایران ته راداخل شوي دي

1758700
په تیرو ۴ میاشتو کې لږ تر لږه ۸۰۰ زره تنه افغانان ایران ته داخل شوي دي

په تیرو ۴ میاشتو کې لږ تر لږه ۸۰۰ زره تنه افغانان ایران ته داخل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت  د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې سره په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان او یمن  کې د خراب بشري وضعیت او بحران  او ایران د اټومي پروګرام د مذاکراتو په اړ خبرې وکړې.

عبداللهیان ویلي دي چې د هوا د سړېدو سره ایران ته د راکډه شوو افغانانو شمیره ډیره زیاته لوړه شوې ده .

هغه ویلي دي چې په اوسط ډول د ورځې لږ تر لږه ۵ زره تنه افغانان ایران پولې ته راځي. همداشان په تیرو ۴ میاشتو کې ۸۰۰ زره تنه افغان کډوال ایران ته راداخل شوي دي. هغه ویلي دي چې د ایران حکومت ددې بې ځایه شوو افغانانو سره په خپله افغانستان کې د مرسته کولو هڅه کوي.

هغه وویل د ناروې لخوا راستوونکې مرستې  کولای شو چې  د مځکې او هوا له لارې مستحقو کسانو ته ورسو.

همداشان هغه په ویانا کې روانو ایران اټومي پروګرام اړوند مذاکراتو په اړه خوشبیني وښوده او وویل چې  مذاکرات ډیر ښه او مثبت لوري ته روان دي.

هغه وویل که چیرې د ایران مقابل لوری خپلې کړې ژمنې عملي کړي او په کړو وعدو ته بیرته ستانه شي ایران به هم  کړو ژمنو ته ستون شي.لویدیځ هیوادونه به ښه نیت یواځې په خبرو کې نه بلکې په عمل کې وښايي.

موجودې هلې ځلې پر ایران د لګول شوو تحریمونو د لرې کولو او اټومي تړون په اړه دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د روانې جنوري د میاشتې په دننه کې په پلازمینه اوسلو کې په  افغانستان او یمن  کې د روانو انساني بحرانونو په اړه یوه غونډه جوړوي. هغي ایران بهرنیو چارو وزیر ته هم پدې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.



اړوند خبرونه