ایران د بډای کړو یورانیمو ذخیره دوه برابرو  ته د لوړولو نه خبر ورکړ.

ایران په لوړه کچه د بډای کړو یورانیمو ذخیره دوه برابرو ته رسولې ده

1729703
ایران د بډای کړو یورانیمو ذخیره دوه برابرو  ته د لوړولو نه خبر ورکړ.

ایران د بډای کړو یورانیمو ذخیره دوه برابرو  ته د لوړولو نه خبر ورکړ.

ایران ویلي دي چې د ۶۰ سلنه بډای کړو یورانیمو ذخیره ۲۵ کیلوګرامو ته او شل سلنه بډای کړو یورانیمو ذخبره ۲۱۰ کیلوګرامو ته لوړه کړې ده .

د ایران د مهر خبري اژانس ددې هیواد د اټومي انرژۍ د سازمان ویاند بهروز کمالوندي له قوله لیکلي دي چې ایران د بډای کړو یورانیمو ذخیره دوه برابرو ته لوړه کړې ده . کمالوندي پداسې حال کې د ایران د بډای کړو یورانیمو ذخیره دوه برابرو ته د لوړولو نه خبر ورکړ چې دې هیواد د امریکا سره  د اټومي مذاکراتو پیلولو ته چمتووالی وښود.

تمه کیږي چې د امریکا او ایران ترمنځه د اټومي تړون مذاکرات د اتریش په پلازمینه ویانا کې پیل شي.

پداسې حال کې چې د ایران او پنځمه جمع یو د هیوادونو ترمنځه په لاسلیک شوي اټومي تړون کې ایران ته یواځې ۳ عشاریه ۶۷ سلنه د یورانیمو د بډاینې اجازه ورکړ شوې وه خو دې هیواد د شل سلنه بډای کړو یورانیمو ذخیره ۲۱۰ کیلوګرامو ته او ۶۰ سلنه بډای کړو یوانیمو ذخیره ۲۵ کیلوګرامو ته لوړه کړې ده .

همداشان ددې تړون له مخې ایران ته  تر ټولو ډیر د ۳۰۰ کیلوګرامو  ۳ عشاریه ۶۷ سلنه بډای کړو یورانیمو د ذخیرې او تولید اجازه ورکړ شوې وه.

همداشان د امریکا لخوا د ایران سره د لاسلیک کړي  تړون نه د جلا کیدو نه وروسته ایران هم ددې تړون حکمونه او تهدات وځنډول.

د ویلو ده چې د شل سلنه او لوړ بډای شوي  یورانیم اټوم بم جوړولو ته امکانات برابروي. همداشان دا رقم ۹۰ سلنه صافو او پارچه کیدونکو یورانیمو ته د لاس رسي لپاره لار هواروي.



اړوند خبرونه