په پاکستان کې زلزلې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې زوروره زلزله رامنځته شوې ده

1716144
په پاکستان کې زلزلې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

 

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د ریښتر په کچه د ۵ عشاریه ۹ په لویوالي‌ سره زوروره زلزله رامنځته شوې ده .

د بلوچستان ایالت مسئولینو ویلي دي‌ چې دا زلزله نن پنجشنبه  د اکتوبر  ۷ مه نیټه د سهار د ۳ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده .

د زلزلې مرکز د بلوچستان ایالت د هرنايي ولسوالۍ په ۱۵ کیلومترۍ کې د ګهرايي سیمه ده ده. زلزلې تر ټولو زیات ځاني‌ زیانونه هم په همدې سیمه کې رامنځته کړي‌ دي.

سیمه ایزو مسئولینو ویلي‌ دي‌ چې دې زلزلې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ، سبې، پشین، مسلم باغ، زیارت، قلعه عبدالله، سنجواني، ژوپ‌ او چمن سیمې هم لړزولي‌ دي.

د هرنايي ولسوالۍ د پولیسو مشر سهیل انور خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پدې ولسوالۍ کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۳۰۰ تنو ډیر ټپیان شوي‌ دي.

د وژل شوو کسانو نه ۶ تنه يي ماشومان دي.

هغه ویلي دي‌ چې ډیری ځاني‌ زیانونه د کورونو د چتونو د لویدو په نتیجه کې رامنځته شوي‌ دي.

د هغه په وینا پدې سیمه کې لږ تر لږه ۱۰۰ کورونه چپه شوي‌ او یو زیات شمیر نورو کورونو ته زیان اوښتی دی.

په سیمه  کې دولتي‌ ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

سیمه ایزو چارواکیو ویلي‌ دي‌ چې د ځاني‌ او مالي تلفاتو دقیقه شمیره معلومه نده کیدای شي‌ چې شمیره لوړه شي.



اړوند خبرونه