د پاکستان د لویر ډیر په  سیمه  کې د جنازې په مراسمو کې خونړی وسله وال برید شوی دی.

په پاکستان کې د جنازې په مراسمو خونړی برید شوی

1707240
د پاکستان د لویر ډیر په  سیمه  کې د جنازې په مراسمو کې خونړی وسله وال برید شوی دی.

د پاکستان د لویر ډیر په  سیمه  کې د جنازې په مراسمو کې خونړی وسله وال برید شوی دی.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د لویر ډیر په سیمه کې د جنازې پر مراسمو ډزې وشوې چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د سیمې پولیسو خبري‌  رسنیو ته ویلي‌ دي چې د لویر دیر د طورمنګ په دره کې  د جنازې په مراسمو وسله وال برید وشو. په برید کې ۷ تنو د پيښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړ او  ګن شمیر کسان نور ټپیان شوي‌ وو.

د ټپیانو نه هم دوو تنو په روغتون کې ساه ورکړه چې د مړو شمیره ۹ ته لوړه شوه. پدې پيښه کې ۱۵ تنه ټپیان شوي‌ دي‌ چې په روغتون کې تداوي‌ دوام لري.

پولیسو ویلي دي چې پدې پيښه کې  د پخواني‌ صوبايي وزیر ملک جهانزیب دوه ځامنو چې د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی وو هم ژوند د لاسه ورکړی دی.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی او د تداوۍ په موخه پيښور ښار ته انتقال شوي‌ دي.

پولیسو ویلي‌ لومړني‌ تحقیقات ښايي چې دا برید د مځکې پر سر د شخړې په نتیجه کې رامنځته شوی دی. د برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پیل شوي‌ دي.


پيوندونه: #برید , #جنازه , #پاکستان

اړوند خبرونه