په پاکستان کې د عاشورا په ویرجنو بمي برید شوی
د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د عاشورا په ویرجنو د لاسي بم برید شوی چې له امله څه باندې ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
1693971
په پاکستان کې د عاشورا په ویرجنو خونړی برید شوی دی.
د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د عاشورا په ویرجنو د لاسي بم برید شوی چې له امله څه باندې ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د پاکستان د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزیر راجا بشارت خبري رسنیو ته ویلي دي چې د یو تن برید کوونکي د بهاولنګر د سیمې د مهاجر کالونۍ په علاقه کې د عاشورا په ویرجنو د جلوس پر مهال د لاسي بم برید وکړ چې په نتیجه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۵۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې برید کوونکی د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
هغه ویلي دي چې د پيښې ټپیان ټول روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ټپیانو نه د دوو تنو روغتیايي حالت ښه ندی.
د هغه په وینا دا پيښه د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.
امنیتي ځواکونو په سیمه کې په تحقیقاتو پيل کړی دی.