د پاکستان د دیرې اسماعیل خان په سیمه کې د ګمرک پر کارکوونکو خونړی برید شوی

په دیرې اسماعیل خان کې د ګمرک پر کارکوونکو وسله وال برید شوی

1688472
د پاکستان د دیرې اسماعیل خان په سیمه کې د ګمرک پر کارکوونکو خونړی برید شوی

د پاکستان د ډیرې اسماعیل خان په ښار کې د ګمرک پر کارکوونکو خونړی برید شوی دی.

د ډیرې اسماعیل خان پولیسو ویلي دي چې نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو د کلاچي‌ په سیمه کې د ګمرک پر کارکوونکو برید وکړ چې په نتیجه کې درې تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

برید کوونکي‌ د وروسته د پيښې د ځای نه په تیښته بریالي‌ شوي‌ دي.

پولیسو ویلي دي‌ چې پدې برید کې د ګمرک دوو تنو کارکوونکو ځای په ځای ژوند د لاسه ورکړ او بل تن په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو ویلي‌ دي چې برید نه وروسته سمدلاسه سیمې ته ورسیدل او سیمه  تر کنټرول لاندې ونیوله.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د پېښې په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي‌ ندي‌ خو د برید کوونکو د تثبیت او نیولو په خاطر پراخه عملیات پيل شوي‌ دي.

د پيښې د قربانیانو مړي‌ روغتون ته انتقال شوي‌ دي.



اړوند خبرونه