په پاکستان کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د بره کوهستان په سیمه کې په بس موټر چاودنه شوې

1675061
په پاکستان کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د بره کوهستان په سیمه کې  د  داسو په نامه د برښنا  بند د جوړولو د خصوصي‌ کمپنۍ  د کارکوونکو د حملې پر بس موټر چاودنه شوې چې په نتیجه کې د چینايي وګړو په ګډون په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

پولیسو خبري‌ رسنیو ته ویلي  دي‌ چې د پيښې نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې  او روغتیايی ډلې سیمې ته واستول شوې او ټپیان روغتون ته انتقال شول.

پدې پيښه کې ۹ تنو چینایي وګړو، دوو تنو پاکستاني‌ سرتیرو او دوو تنو ځايي کارګرانو په ګډون ۱۳ تنه مړه  او ۳۹ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د بله پلوه روغتون مسئولینو ویلي‌ دي‌ چې د ټپیانو نه  د ۷ تنو روغتیايي حالت باریکه دی.

د سیمې د پولیسو یو تن چارواکي‌ عارف یوسفزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پيښه کې ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چې ۹ تنه يي چینايي انجینیران دي.

هغه ویلي دي چې د پيښې په اړه تحقیقات دوام لري.

ځینو سرچینو ویلي‌ دي‌ چې دا پيښه د بس تر څنګ د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده . پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د پيښې په اړه تحقیقات دوام لري.


پيوندونه: #چاودنه , #پاکستان

اړوند خبرونه