په شمالي‌ وزیرستان کې پر پاکستاني‌ سرتیرو خونړی برید شوی

د پاکستان د شمالي‌ وزیرستان کې د پوځيانو پر پوستې برید شوی

1670558
په شمالي‌ وزیرستان کې پر پاکستاني‌ سرتیرو خونړی برید شوی

– د پاکستان په شمالي‌ وزیرستان کې د پوځيانو په یوې پوستې وسله وال برید شوی دی.

د سیمې امنیتي‌ سرچینو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  متصل حسن خیل په سیمه کې د پوځ په یوې پوستې برید شوی دی.

په برید کې لږ تر لږه ۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی  او یو تن بل ټپي شوی دی.

ټپي شوی سرتیری د درملنې په خاطر روغتون ته انتقال شوی دی.

د بله پلوه پاکستاني‌ رسنیو ویلي‌ دي‌ چې پدې وروستیو کې په ځانګړې توګه بلوچستان ایالت کې پر امنیتي‌ ځواکونو د بریدونه کچه لوړه شوې ده .

تیره اونۍ هم د شمالي‌ وزیر هم په یوې پوځي‌ پوستې برید شوی وو چې په نتیجه کې دوه تنه سرتیري‌ مړه او دوه تنه نور ټپیان ول. د ټپیانو نه هم یو تن پوځي‌ ژوند د لاسه ورکړی وو.

 



اړوند خبرونه