د ایران ولسمشر په هیواد کې د برښنا د پرچاوۍ له امله بښنه وغوښته

د ایران ولسمشر حسن روحاني‌ په ټول هیواد کې د برښنا د پرچاوۍ له امله د ایران د خلکو نه بښنه وغوښته.

1670711
د ایران ولسمشر په هیواد کې د برښنا د پرچاوۍ له امله بښنه وغوښته

 

د ایران ولسمشر روحاني‌ د هیواد په یو زیات شمیر سیمو کې د صنعتي‌ پارکونو او سوداګریزو سیمو د پرانیستو په مراسمو کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ. هغه دلته په خپله وینا کې په هیواد کې د برښنا د پرچاوۍ نه یادونه وکړه.

روحاني‌ وویل چې د هوا د ډیر زیات تودوخي له امله دوه یا درې اونۍ کیږي‌ چې په هیواد کې د برښنا جریان غیرې منظم شوی او ۲۴ ساعته ټولو هیوادولو ته برښنا نه ورکول کیږي. هغه وویل چې د تخنیکي‌ ستونزو له امله د هیواد په ځينو سیمو کې مجبور شو چې برښنا پرې کړو.

هغه وویل چې د ټولو هیوادوالو نه چې د برښنا د پرچاوۍ له امله د ستونزو سره مخامخ شوي‌ دي‌ بښنه غواړو.

هغه زیاته کړه چې د بوشهر اټومي‌ سنټرال چې د زر میګاواټه په ظرفیت برښنا تولیدوي‌ د بعضو تخنیکي‌ ستونزو له امله یو یا دوه ځله درول شوی وو چې اوس له سره يي فعاله شوی دی.

هغه وویل چې د هیوادوالو نه زمونږ هیله او غوښتنه داده چې پدې سختو شپو او ورځو کې زمونږ سره مرسته وکړي ځکه چې بله چاره نلرو. دا د انرژۍ د وزارت خطا نده. د برښنا د پرچاوۍ اصلي‌ لامل بل څه دی. د انرژۍ وزیر به پدې برخه کې هیوادوالو ته لازم معلومات ورکړي.



اړوند خبرونه