روحاني : تحریمونه په وروستۍ مرحله کې قرار لري‌ هیله ده چې هر څه ژر لرې شي

روحاني : د ویانا مذاکراتو ته هیله مند یو

1659207
روحاني : تحریمونه په وروستۍ مرحله کې قرار لري‌ هیله ده چې هر څه ژر لرې شي

د ایران ولسمشر حسن روحاني‌ وویل د امریکا لخوا پر ایران د لګول شوو تحریمونو د لرې کولو په وروستۍ مرحله کې قرار لرو. انشاالله چې دا تحریمونه به زمونږ د حکومت د دورې تر پایته پورې لرې کړی شي.

روحاني‌ په پلازمینه تهران کې د ویرانو د شورا د غونډې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه په ویانا کې روانو اټومي‌ مذاکراتو او په ایران د لګول وو تحریمونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې نن ورځ د نورو هیوادونو نه لږ تر لږه  ۵۰ یا ۶۰ میلیارده ډالره قرضه اخیستی او په هیواد کې پرې د پانګه اچونې د امکاناتو نه برښمند یو. د امریکا د پخواني‌ ولسمشر ټرمپ‌ په دوره کې پر مونږ هر څه تړل شوي‌ وو او ډول ډول خنډونو شتون درلود چې نن ورځ‌ یو زیات شمیر خنډونه له منځه تللي‌ دي.

هغه په ویانا کې روانو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل چې  بندیزونه هم وروستۍ مرحله کې قرار لري. پدې ډیر ښه پوهیږم چې دا خبره په کومه اندازه ناقصه ده او کمبود ده  خو هیله لرو چې زمونږ د حکومت د دورې تر پایه پورې پر ایران لګول شوي‌ ټول تحریمونه لرې کړی شي.

هغه د هیواد د کورني‌ سیاست په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  د جون د ۱۸ مې نیټې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د نوماندانو د تاییدۍ او کمپاینونو په برخه کې په واقعیت سره چې ډیره زیاته نارواه او بې عدالتي‌ شوې ده .

روحاني‌ وویل دا چې دوه دورې په پرله پسې ډول سره د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې د هیواد د نافذه قوانینو له مخې نشو کولای چې دریمه دوره ځان کاندید کړي.

هغه د ایران د خلکو نه په ټاکنو کې په پراخه کچه د ګډون غوښتنه وکړه. هغه وویل چې ټاکنې زمونږ لپاره ډیرې مهمې او قیمتي‌ دي. هیڅوک باید د ټاکنو نه خفه نشي‌ او هر سړی باید لاړ شي‌ او خپله رایه وکاروي. د خپلې خوښې ولسمشر ته رای ورکړي.


پيوندونه: #حسن روحاني , #ایران

اړوند خبرونه