په پاکستان کې د ریل ګاډو د جنګیدو له امله د مړو شمیره ډیره زیاته لوړه شوه

د پاکستان د سند په ایالت کې د دوو ریل ګاډو د جنګیدو له امله د مړو شمیره ۶۳ تنو ته لوړه شوه.

1653746
په پاکستان کې د ریل ګاډو د جنګیدو له امله د مړو شمیره ډیره زیاته لوړه شوه

د پاکستان د سند په ایالت کې د دوو ریل ګاډو د جنګیدو له امله د مړو شمیره ۶۳ تنو ته لوړه شوه.

پاکستان د سند ایالت مقاماتو نن د دوو جلا جلا لسونو په خپرولو سره د مړو شمیره ۶۳ تنه اعلان کړه. د ویلو ده چې د مړو نه د ۱۲ تنو هویت تر اوسه پورې تثبیت شوی ندی.

د سند ایالت د کهوټکي‌ ښار د پولیسو مشر عثمان عبدالله وویل چې پدې پیښه کې تر ۱۰۰ تنو کسان ټپیان شوي‌ دي.

د ټپیانو نه د ډیرو روغتیايي حالت باریکه دی.ویل کیږي‌ په دواړو ریل ګاډو کې تر ۱۰۰۰ تنو ډیرو مساپرو شتون درلود.

د پاکستان د سند ایالت مقاماتو ویلي‌ دي چې  د  ګهوټکي‌  ولسوالۍ د ډهرکي‌  په سیمه کې دوه مساپر وړونکو اورګاډو د جنګیدو په نتیجه کې  په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا پيښه پرون دوشنبه د جون ۷ نیټه رامنځته شوه.

د پاکستان د ریل ګاډو د ادارې ویاند ویلي  دي‌ چې پيښه هله رامنځته شوه چې د کراچۍ ښار نه د سرګودها ښار پر لورې روان د ملت ایکسپرس اورګاډي  یو زیات شمیر واګونونه  د پټلۍ نه خارج شول او د مقابل لوري‌ نه راروان  سرسید ایکسپرس اورګاډي‌ سره وجنګیدل.



اړوند خبرونه