په پاکستان کې د ریل ګاډو د ټکر په پيښه کې ستره فاجعه رامنځته شوې

د پاکستان د سند په ایالت کې د دوو ریل ګاډو د جنګیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

1653044
په پاکستان کې د ریل ګاډو د ټکر په پيښه کې ستره فاجعه رامنځته شوې

.

د پاکستان د سند ایالت مقاماتو ویلي‌ دي چې  د  ګهوټکي‌  ولسوالۍ د ډهرکي‌  په سیمه کې دوه مساپر وړونکو اورګاډو د جنګیدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او تر ۵۰ ډیر ټپیان شوي‌ دي.

د پاکستان د ریل ګاډو د ادارې ویاند ویلي  دي‌ چې پيښه هله رامنځته شوه چې د کراچۍ ښار نه د سرګودها ښار پر لورې روان د ملت ایکسپرس اورګاډي  یو زیات شمیر واګونونه  د پټلۍ نه خارج شول او د مقابل لوري‌ نه راروان  سرسید ایکسپرس اورګاډي‌ سره وجنګیدل.

د پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته واستول شوې .

ویاند ویلي‌ دي‌ چې تر اوسه پورې ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی خو 

کیدای شي‌ چې د مړو شمیره تغیر ومومي‌ او لوړه شي.

هغه ویلي دي‌ چې د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.

د سیمې د پولیسو مشر عثمان عبدالله خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د پیښې د رامنځته کیدو نه  سمدلاسه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي‌ او د ټپیانو او مړو  په راویستو پيل کړی دی.

همداشان د ټپیانو د ژغورنې په خاطر کرینګونه هم سیمې ته استول شوي‌ دي.

په سیمه کې پّ روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی او ټول ډاکټران راغوښتل شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې جمعآ ۱۳ واګونو زیان لیدلی دی چې ۹ ملت ایکسپرس او ۴ هم سرسید ایکسپرس اورګاډي‌ اړوند دي.



اړوند خبرونه