د ایران د اټومي‌ تړون د مذاکراتو په چوکاټ کې طرفین راتلوونکې اونۍ کې په ویانا کې سره غونډه کوي

د  ایران د اټومي‌ تړون مذاکراتو په چوکاټ کې  به  طرفین راتلوونکي‌ اونۍ کې د اتریش په  په پلازمینه ویانا کې سره غونډه وکړي.

1651016
د ایران د اټومي‌ تړون د مذاکراتو په چوکاټ کې طرفین راتلوونکې اونۍ کې په ویانا کې سره غونډه کوي

 

د ویلو ده  دا مذاکرات چې د تیرو دوو میاشتو راهیسې په ویانا کې دوام لري‌  طرفین د نوموړي‌ تړون د عملي‌ کولو او امریکا بیرته تړون ته د راستنیدو د مسئلې په اړه د نهايي پریکړې په اړه راتلوونکې اونۍ په ویانا کې سره غونډه کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیت د سیاست د عالي‌ استازي‌ په استازیتوب د هغه د مرستیال په مشرۍ جوړ شوي‌ د ویانا په مذاکراتو کې د روسیې، چین، جرمني، انګلستان، فرانسې او ایران جګپوړو استازو ګډون کړی وو.

د پنځم ځل لپاره د جوړې شوې غونډې نه وروسته د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیت د سیاست مرستیال خبري رسنیو ته وویل چې د ایران د اټومي‌ تړون په ټوله معنا سره د عملي‌ کولو او امریکا نوموړي‌ تړون ته د بیرته راستنیدو د نهايي پریکړې په خاطر به طرفین په راتلوونکې اونۍ کې یو ځل بیا  سره راټول شوي.

هغه وویل ددې په هیله چې طرفین پدې غونډه کې نهايي نتیجې ته سره ورسیږي. هغه وویل چې د تخنیکي‌ مسئلو سربیره د سیاسي‌ پریکړې په خاطر مو ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي‌ دي. د همدې امله طرفینو استازي‌ خپلو د خپلو مشرانو سره د سلامشورو په خاطر خپلو هیوادونو ته ستانه شوي‌ دي. ددې په هیله چې د راتلوونکې اونۍ په غونډه کې نهايي پریکړه وشي‌ او نتیجې ته ته ورسیږي.



اړوند خبرونه