د پاکستان په سیند ایالت کې ټرافیکي پيښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه
د پاکستان د سیند ایالت د سکهر په ښار ټرافیکي پیښې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
1642229
د پاکستان د سیند ایالت د سکهر په ښار کې ټرافیکي پيښې له امله ستر فاجعه رامنځته شوه.
د پاکستان د ملتان ښار نه د کراچۍ ښار پر لورې روان یو مساپر وړونکي د نامعلوم لامل له امله په بل مخ اوښتی دی.
د سیمې د مقاماتو په وینا پدې پيښه کې ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي یو زیات شمیر مساپرو د بس په چت کې سفر کولو. عیني شاهدانو ویلي دي چې پدې بس کې ډیری کارګرو کراچۍ ته سفر کولو.
چارواکیو ویلي دي چې د پيښې ټپیان د سکهر ښار نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.
پولیسو ویلي دي چې د پيښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پيل کړي دي.