د ایران یو تن مهم سیاستوال د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړه

په ایران کې منځلاري محافظه کار د پارلمان پخواني مرستیال علي مطهري چې د حکومت په داخلي او خارجي سیاستونو د سختو نیوکو سره مشهور دی د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي رسمآ اعلان کړه.

1590680
د ایران یو تن مهم سیاستوال د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړه

 

د ویلو ده چې په ایران کې د جون په ۱۸ مه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي.

علي مطهري په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب د مهمو څیرو نه د ایت الله مرتضی مطهري زوی او پارلمان پخواني مرستیال  خپله نوماندي تیره ورځ په پلازمینه تهران کې  خبري غونډې ته اعلان کړه . هغه دلته وویل چې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ پر خلاطر يي نیت کړی دی.

هغه ویلي دي چې په اوسنیو شرایطو کې د هیواد د ادارې لپاره تر ټولو مناسب شخص دی.

هغه وویل چې د هیواد روان وضعیت ته په کتو سره يي د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ پریکړه وکړه.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل سره ددې چې د اسلامي انقلاب نه ۴۲ کاله تیریږي خو تر اوسه پورې هیواد د عدالت او ازادیو په مسئله کې لازمې کچې او سويې ته ندی رارسیدلی.

منځلاری محافظه کار علي مطهري د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځه د پارلمان د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده .

مطهري د فبروري په ۱۲ مه نيټه په خپله یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي وو چې ایران باید په بهرني سیاست کې د ځینو اړتیا له مخې هم د عربي هیوادونو او امریکا سره باید اړیکې ورغوي.



اړوند خبرونه