د ایران دیني مشر علي خامنه يي یو ځل بیا امریکا ته میدان وډبو.

خامنه يي وویل چې د اټومي پروګرام په اړه به په شا ګام اوچت نکړي او تر ۶۰ سلنه یورانیمو د بډاینې پورې به پر مختګ وکړي.

1588614
د ایران دیني مشر علي خامنه يي یو ځل بیا امریکا ته میدان وډبو.

 

د خامنه يي د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې خامنه يي د متخصصینو د شورا د غړیو سره په لیدنه کې د اټومي تړون ، امریکا تحریمونو او یورانیمو د بډاینې د پروګرام په اړه د یو زیات شمیر مسئلو په اړه ارزونې وکړې.

خامنه يي دلته په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د  ایران د اټومي ظرفیت د اړتیا په اندازه به د یورانیمو بډاینې ته دوام وکړي. ایران به یواځې شل سلنه د یورانیمو بډاینې ته ژمن پاتې نشي ، تر کومه چې اړتیا به تر هغه به يي د بډاینې کچه لوړه کړي. ایران به هیڅوخت د اټومي پروګرام په برخه کې په شا ګام اوچت نکړي.

ایران به تر ۶۰ سلنې یورانیمو بډاینې پورې پرمختګ وکړي. هغه وویل چې دا کار به د اړتیا او خپلو ګټو په چوکاټ کې ترسره کړي.

خامنه يي د ایران په اړه د امریکا، انګلستان، فرانسې او جرمني  څرګندونو نه د کبر نه ډکو، بې عدالته ، بې انصافه او  طلبکارو څرګندونو په توګه یادونه وکړه.

هغه وویل چې لویدیځوال پدې ډیر ښه پوهیږي چې د ایران د اټومي پروګرام نه هدف سوله ایز دی. د اټومي وسلو خبره یواځې یوه بهانه ده. هغوي د ایران لخوا د نورمالو او عادي وسلو د جوړولو زغم هم نلري. هغوې زمونږ د نورمالو وسلو سره هم مخالف دي ځکه چې هغوې د یو قوي او پیاوړي ایران سره مخالف دي. هغوې نه غواړي چې ایران پياوړی وي.

خامنه يي د ایران په اړه د اسرائیل د لومړي وزیر نتنیاهو د څرګندونو په غبرګون کې وویل

چې نړۍوال صهیونست مداري نتنیاهو تل ګواښیږي چې ایران ته به اجازه ورنکړو چې اټومي وسله جوړه کړي. خو هغه ته باید وویل شي که چیرې ایران د اټومي وسلې د جوړولو هوډ او نیت وکړي نه هغه او نه هم بل هیڅوک د ایران مخه نیولی نشي. ایران د دیني پلوه اټومي وسله حرامه بولي او د همدې امله ددې وسلې د جوړولو هدف او نیت نلري.



اړوند خبرونه