په بلوچستان کې د سکرو معدن پر کارکوونکو خونړی برید شوی
د پاکستان د بلوچستان ایالت د بولان ولسوالۍ اړوند د ماچ په سیمه کې نامعلومو وسله والو د ډبرو سکرو د معدن پر کارکوونکو خونړی برید کړی .

پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د نامعلومو وسله والو کسانو د ماچ په سیمه کې د ډبرو سکرو د معدن نږدې ۱۵ تنه کارکوونکي د تښتولو نه وروسته د معدن په شاوخوا کې په تپو کې په ډزو ویشتلي دي.
پولیسو د پیښې په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته سمدلاسه سیمې ته ورسیدل. د پیښې ټپیان سمدلاسه روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د سیمې د پولیسو مشر مراد کاسي خبري رسنیو ته ویلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره چې پدې پيښه کې ۱۱ تنو د معدن کارکوونکو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان ژغورل شوي دي چې د درملنې لاندې قرار لري.
هغه ویلي دي چې مړي او ټپیان ټول په امبولانسونو کې د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار ته انتقال شوي دي.
هغه ویلي دي چې سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوې او د برید کوونکو د نیولو په خاطر د پلټنې عملیات پيل شوي دي.
اړوند خبرونه

ایران مرکزي بانک رئیس: د امریکا لخوا په ایران لګول شوي تحریمونه تر ټولو سخت تحریمونه دي
همتي : د امریکا د تحریمونو له امله زمونږ عواید ۷۵ سلنه راټیټ شوي دي