په پاکستان کې پوځي چورلکې سقوط کړی

په پاکستان کې د یوې پوځي چورلکې د سقوط په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1552522
په پاکستان کې پوځي چورلکې سقوط کړی

 

د پاکستان پوځ ویلي دي چې دا پیښه د ګلګت بلتستان ایالت د استور ولسوالۍ د مني مرګ په سیمه کې لویدلې ده .

ویل کیږي چورلکې د یو پوځي مړی روغتون ته انتقالوه چې په لاره کې لویدلې ده.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې لومړنیو تحقیقاتو ښودلې ده چې چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله لویدلې ده .

په بیان کې راغلي دي چې پدې پیښه کې  د چورلکې دوو پيلوټانو او دوو تنو نورو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.



اړوند خبرونه