د پاکستان په بلوچستان کې پر پوځیانو خونړی برید شوی

د پاکستان د بلوچستان ایالت د هرنای په سیمه کې د پوځ په یوې پوستې په برید کې ګن شمیر سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1552774
د پاکستان په بلوچستان کې پر پوځیانو خونړی برید شوی

 

د پاکستان پوځ ویلي دي چې تیره شپه ترهګرو د بلوچستان د هرنای په سیمه کې د پوځ په امنیتي پوستې برید  وکړ چې په نښته کې ۷ تنو اتلو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.

د برید  او نښتې نه وروسته امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړه او د برید کوونکو د نیولو په خاطر يي پراخه د پلټنې او تصفیوي عملیات پيل کړي دي.

د پوځ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د ترهګرو د تیښتې ټولې لارې تړل شوي دي.

همداشان د دولت د دښمنانو او  مخالفینو په ملاتړ دا ډول ورانکارانه او ناځوان مردانه بریدونه د بلوچستان سولې او هوساینې ته ګټه نه رسوي.

د ویلو ده چې تیره ورځ په بلوجستان ایالت کې د فوټبال د میدان ترڅنګ چاودنه هم شوې وه چې په نتیجه کې دوه تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شوي وو.


پيوندونه: #برید , #پوځ , #پاکستان

اړوند خبرونه