د پاکستان د نوښار په ښار کې په ټرافیکي پیښه کې نږدې شل تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په نوښار کې په ټرافیکې پيښه کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

1528305
د پاکستان د نوښار په ښار کې په ټرافیکي پیښه کې نږدې شل تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د نوښار په ښار کې ټرافیکي پيښې نږدې شلو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

 د نوښار د ښار د ژغورنې د ادارې ویاند ارسلان خان خبري رسنیو ته ویلي دي چې د نوښار د کاکا صیب زیارت په سړک د یو تیز رفتاره مساپر وړونکې موټر د چپه کیدو له امله ۸ تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې موټر په موړ کې د تاویدو پر مهال کنټرول د لاسه ورکړی او چپه شوی دی.

ویاند ویلي دي چې په موټر کې د سپرو کسانو نه ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

په وژل شوو کسانو کې دوه ښځې هم شتون لري. د ټپیانو نه هم د ۷ تنو روغتیایي حالت ښه ندی. په ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شتون لري.



اړوند خبرونه