روحاني : هیله لرو چې د امریکا نوی حکومت د ایران سره کړو ژمنو ته بیرته راستون شي

د ایران ولسمشر حسن روحاني  وویل هیله لري چې د امریکا نوی حکومت د ایران سره کړو ژمنو ته راستون شي.

1523556
روحاني : هیله لرو چې د امریکا نوی حکومت د ایران سره کړو ژمنو ته بیرته راستون شي

 

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن خالي د نوامبر ۷ مه نیټه د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې « هیله لرو چې بندیز لګوونکي متوجه شوي وي چې په کومه لاره چې روان دي هغه لاره سمه لار نده، او په هیڅډول به خپلو اهدافو ته ونه رسیږي. تیرې درې کلنې تجربه دا خبره هغوې ته ثابته کړې ده . هغه وویل چې د امریکا راتلوونکی حکومت باید ددې نه درس واخلي او د امریکا راتلونکی حکومت باید قانون او مقراراتو هت ځان تسلیم کړي.  د ایران سره کړو  ژمنو ته راوګرځي.»

روحاني وویل چې په تیرو ۳ کلونو کې  سره ددې چې زمونږ خلک د اقتصادي ترهګرۍ سره مخامخ دي خو پدې برخه کې د مقامت، صبر او حوصلې سره ډیره زیاته شایسته ګي ښودلې ده .

هغه زیاته کړه چې زمونږ د هیواد تصمیم تل روښانه دی او په هر ډول شرایطو کې زمونږ ملت ډیر سخت مقامت او صبر ښودلی دی او ښودولو ته دوام ورکوي تر څو مقابل لورې د قانون او مقراراتو پر وړاندې سر ښکته کړي.

هغه وویل هیله لري چې شرایط پدې ډول شي چې بندیز لګوونکي متوجه شوي وي چې په غلطه روان دي. په هیڅډول به خپل هدف ته ونه رسیږي. تیرې درې کلنې تجربې دوې ته دا خبره په ډاګه کړې ده . ددې په هیله چې د امریکا راتلوونکی حکومت د قانون او مقراراتو پر وړاندې سر ټیټ کړي او د ایران سره کړو ژمنو ته راستانه شي. د ایران خلک د صبر، مقامت او حوصلې نتیجه ترلاسه کړي.

د ویلو ده چې ټرمپ د امریکا د ولسمشر په ټوګه د ټاکل کیدو نه وروسته د ایران او پنځه جمع یو د ډلې ترمنځه د شوي تړون نه په یو پلوي توګه خارج شو او په ۲۰۱۸ کال کې پر ایران له سره ډیر کلک تحریمونه ولګول.

د بله پلوه د امریکا د ولسمشرۍ مخکښ نوماند جو بایدن بیا د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي وو چې په ټاکنو کې د بري په صورت کې به د ایران سره د اوباما په دوره کې لاسلیک شوي تړون ته بیرته ستون شي.



اړوند خبرونه