ایران د فرانسې سفارت شازدافیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی

ایران  په تهران کې د فرانسې د سفارت شاژدافیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

1516642
ایران د فرانسې سفارت شازدافیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی

 

ایران د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون په ګډون د فرانسوي چارواکیو لخوا د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد ص د سپکاوي او کاریکاتورونو د خپرولو او اسلام ضد څرګندونو په خاطر د فرانسې سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ایران د فرانسوي مقاماتو لخوا حضرت محمد ص ته حقارت او کاریکاتورنو خپرول او د اسلام ضد څرګندونو په کلکه توګه غندلي دي.

په تهران کې د فرانسې د سفارت شاژدافیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی او د فرانسوي مقاماتو لخوا د اسلام ستر پیغمبر ته د سپکاوي له امله چې په نړۍ کې په سلګونو میلیونه مسلمانان په زړه دردولي غندنه شوې او اعتراض او غندنه شاژدافیر ته وړاندې شوی دی.


پيوندونه: #فرانسه , #ایران

اړوند خبرونه