په پيښور کې په مدرسه کې خونړۍ چاودنه شوې

په پيښور کې په مدرسه کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

1516406
په پيښور کې په مدرسه کې خونړۍ چاودنه شوې
پیښور۱.jpg

 د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې په یوې مدرسه کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پیښور د پولیسو یو تن چارواکي منصور امان خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د پيښور ښار د دیر کالونۍ په سیمه کې په یوې مدرسه کې شوې ده .

هغه ویلي دي چې پدې برید کې ګن شمیر د مدرسې زده کوونکي ټپیان شوي دي.

د چاودنې نه وروسته روغتیايي او د ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي دي.

د بله پلوه د پیښور ښار لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم   خبري رسنیو ته ویلي دي چې تر اوسه پورې د پيښې له ځایه د پنځو تنو مړي او تر ۵۰ ډیر ټپیان روغتون ته رانتقال شوي دي.

په روغتون کې فوق العاده حالت اعلان شوی دی. د روغتون مشر محمد طارق برکي پخپله د فوق العاده حالت مشري په غاړه اخیستې ده .

د پیښور ښار چارواکیو پدې پيښه کې د ۷ تنو د وژل کیدو او تر ۷۰ تنو ډیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

ویل کیږي دا چاودنه د سهار د اتو بجو په شاوخوا کې پداسې حال کې رامنځته شوه چې د مدرسې زده کوونکو په درس پیل کړی وو.

ویل کیږي چاودیدونکي توکي په یو لاسي بکس کې مدرسې ته راوړل شوي وو. پولیسو ویلي دي چې داسې اټکل شوی دی چې پدې برید کې د ۵ نه تر ۶ کیلوګرامه چاودیدونکو توکو نه کار اخیستل شوی وي.



اړوند خبرونه